CRI Online

د بېجينګ د باغوانۍ په نړيوال نندارتون کې "د افغانستان ځانګړې ورځ" په نوم فعاليت ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-09-04 15:22:50
د بېجينګ د باغوانۍ په نړيوال نندارتون کې "د افغانستان ځانګړې ورځ" په نوم فعاليت ترسره شو

د بېجينګ د باغوانۍ په نړيوال نندارتون کې "د افغانستان ځانګړې ورځ" په نوم فعاليت د سپتمبر په درېيمه نېټه د دې نندارتون په ګوې ژوې تياتر کې ترسره شو. په چين کې د افغانستان د سفارت لوی مستشار موسی عارفي، د دې نندارتون د همغږۍ ادارې عمومي اېجنير جانګ لن نيان، په چين کې د افغانستان د سفارت مستشار حبيب الرحمان حسين پور او د سوداګريزو چارو مستشار مصطفی جمال په شمول چيني او افغاني استازو په دغه فعاليت کې ګډون وکړ.

د دې فعاليت په پيل کې لومړی د چين او افغانستان ملي سرودونه غږول شول او د افغانستان په اړه مستند فلم خپور شو.

سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ له سلمې کاليزې سره او د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له اوويامې کاليزې سره برابر دی. په دې وروستيو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې د وړانديز تطبيق له امله د اقتصاد، سوداګرۍ او کلتور په برخو کې د چين او افغانستان ترمنځ همکارۍ او تبادلې ډېر ژورې شوې دي. اوس چين د افغانستان درېيم لوی تجارتي همکار دی. تېر کال چين ته د افغانستان د صادراتو ارزښت دېرش مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی او دغه حجم د وړم کال په نسبت نږدې درې چنده زيات شوی. په چين کې د افغانستان د سفارت لوی مستشار موسی عارفي په خپله وينا کې وويل

((نن ورځ موږ د ورېښمو د لرغونې لارې د بيارغونې لپاره هڅه کوو. له رئيس شي جين پينګ څخه ډېره مننه کوم چې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز يې کړی. دې وړانديز په هوښيارۍ سره د ورېښمو له لرغونې لارې څخه سيمه ييز تګ راتګ ته وده ورکړې. دا يو واقعيت دی چې د يو سيمه ييز تجارتي محوري سټېشن په توګه د افغانستان د ابادۍ په اړه زموږ پلان د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز له پلان سره سمون خوري، نو د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ ډېر ګټور فرصت شته. ))

د بېجينګ د باغوانۍ په نړيوال نندارتون کې د افغانستان د نندارځي عنوان (د حاصلاتو هيله ) ده او پراخوالی يې نږدې دوه سوه مربع متره دی چې پکې د افغانستان ځانګړي توليدات، د دوديزو جامو او غاليو په شمول عنعنوي لاسي توکي نندارچيانو ته ښودل کېږي. د دې نندارتون د همغږۍ ادارې عمومي اېجنير جانګ لن نيان په خپله وينا کې وويل

((د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون يوه نړيواله غونډه ده چې پکې بېلا بېل هېوادونه په ايکولوژيکي چاپېريال کې له رامنځته شويو برياليتوبونو څخه ګټه اخلي او د شين پرمختګ په برخه کې خپلمنځي همکاري پياوړې کوي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې دا وړانديز کړی چې موږ بايد په ګډه يوه ښکلې نړۍ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو او نړيوالې ټولنې د دې وړانديز تود هر کلی کړی. په دغه نندارتون کې د افغانستان د نندارځي عنوان (د حاصلاتو هيله ) ده، د ودانۍ عمده برخه يې د دې هېواد د مزارشريف د لرغوني جومات د شکل په شان ده او عمده رنګ يې ابي رنګ دی چې ترې د افغانستان د اسلامي ساختماني بڼه ښکارېږي. د باغوانۍ په اړه ټول مالومات د چاپ شويو کاغذونو او د ډيجيټلي تکنالوژۍ په وسيله نندارچيانو ته وړاندې کېږي، دغه راز په دې نندارځي کې نه يوازې د افغانستان دوديزې ځانګړتياوې احساسېږي، بلکې تازه علمي لاسته راوړنې او نظريې ليدل کېږي چې د بېلا بېلو هېوادونو نندارچيانو ته يې ژوره خاطره وربښلې ده. ))

د افغانستان د ياسمين موسيقۍ ډلې په دې فعاليت کې نندارچيانو ته د دې هېواد عنعنوي موسيفي نندارې ته وړاندې کړه، افغان هنرمندانو د موسيقۍ پر مهال اتڼ وکړ. د دې فعاليت تر ختمېدو وروسته، چيني او بهرنيو مېلمنو په ګډه د افغانستان له نندارځي څخه ليدنه وکړه او د دې هېواد خوندور خوراکونه يې وخوړل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای