د چين د سوداګرۍ وزارت د سپتمبر په ۴مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چين د خدمتي چارو عمومي سوداګريزه اندازه ۳۰۸۸ مليارډو ۲۸۰ مليونو يوانو ته رسېدلې چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوی دی. د چين د خدمتي سوداګرۍ کسر کمولو ته دوام ورکړی او په پوهې سره يې سوداګريزو چارو ته وده ورکړي .
د چين د سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ خدماتي څانګې يوه چارواکي جو ګوانګ ياو په همدې ورځ په بېجينګ کې وويل چې له شمېرنې سره سم د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چين د سوداګرۍ د صادراتي خدماتو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹ اعشاريه ۵ سلنه زياته شوې او وارداتي اندازه يې د تېر کال له همدې مودې سره برابره ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |