CRI Online

د بريټانياد استازو جرګې د دې هېواد له صدراعظم څخه د پارلماني اجنډا د کنترول حق واخيست

cri     (GMT+08:00) 2019-09-04 15:39:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د بريټانيا د استازو جرګې د سپتمبر په درېيمه نېټه د محافظه کار ګوند د مشر او د دې هېواد له صدراعظم بوريس جونسن څخه د پارلماني اجنډا د کنترول حق د اخيستلو پرېکړه ليک تصويب کړ. خو ورپسې جونسن خبرداری ور کړی چې که په پارلمان کې له ارويايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو لايحه وځنډول شي،هغه به د پارلمان د منحلولو غوښتنه وکړي او له ټاکلي وخت نه مخکې به ټولټاکنې تر سره کړي.

د بريټانيا د استازو جرګې په ۳۲۸ موافقو او ۳۰۱ مخالفو رايو سره ياد پرېکړه ليک تصويب کړ.جونسن د يادې رايې ورکونې د نتيجې تر خپرېدو وروسته وويل چې د دغه پرېکړه ليک تصويبېدل به بده نتيجه ولري.که په پارلمان کې له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو لايحه وځنډيږي،نو دا به يوازينی انتخاب وي چې له ټاکلي وخت نه مخکې به د بريټانيا ټولټاکنې تر سره شي(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای