CRI Online

چيني تصدۍ په توپان او څپو کې په ثابته توګه پرمختګ کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-04 18:36:56

د ۲۰۱۹ کال لپاره د چين د پنځو سوو غښتلو تصديو لېست په دې وروستيو ورځو کې خپور شوی. د تېر کال په نسبت روان کال په دې لېست کې د شاملېدونکو تصديو پيمانه يې په دوامداره او چټکه توګه پرمختګ کړی چې په پر له پسې ډول يې جګ پوړو توليد لاينونو ته داخل شوي او نړيوالې اغيزې يې ورځ په ورځ لوړې شوې دي. په اوسنيو پيچيلو نړيوالو حالاتو کې چيني تصديو د فشارونو په مقابله کې ښې لاسته راوړنې تر لاسه کړې چې د دغو تصديو د ټينګښت او زغم څرګندويه دي.

د چين د پنځو سوو غښتلو تصديو لېست په پر له پسې اتلسو کلونو کې خپور شوی چې د چيني تصديو د هراړخيز توان د څيړنې او ارزونې په ترڅ کې مقتدرې مشورتي نظريې او د چيني اقتصاد د پرمختګ يوه هنداره هم ده. د ۲۰۱۹ کال د دغه لېست له مخې پرمختګ د چيني تصديو کيليدي خبره ده چې د روان کال تر اوسه پورې د پنځو سوو غښتلو چيني تصديو عمومي عايدات نږدې اتيا زره مليارډ يوانو ته رسيدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې اندازه ۱۱اعشاريه ۱۴سلنه زياته شوې ده.

اوسمهال د سوداګرۍ تبعيض، يواړخيزم پياوړی شوی، د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير شا ته روان دی، په داسې حال کې د چين تصدۍ لا هم پرمختګ کوي چې د چين د اصلاحاتو د لا ژورتيا، ورخلاصون پرخوالي په هکله د ټينګو فعاليتونو او پاليسو تر ملاتړ لاندې راغلي دي. د لويې پيمانې د ګمرکاتو د کموالي، د پيسو د ثابتې تګلارې، د سوداګريز چاپيريال د ښه والي او د ساينس او تخنيکونو د نوښتونو د هڅونې په شمول يو لړ تګلارې تصديو ته باور او ځواک برابر کړي دي.

د اصلاحاتو او ورخلاصون له څه دپاسه څلويښتو کلونو څخه راپدې خوا چيني تصديو تل په توپان او څپو کې پرمختګ کړی او کوي يې. که څه هم اوسمهال بهرنی چاپيريال ثابت نه دی، خو چيني تصدۍ به د خپل ټينګښت او ځواک په وسيله په ثابته توګه پرمختګ ومومي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای