CRI Online

د چين او بريتانيا د سوداګريزو مشرانو سمينار په لندن کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-09-05 10:44:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او بريتانيا د سوداګريزو مشرانو سمينار د سپتمبر په ۳ مه نېټه په لندن کې تر سره شو. برخوالو سوداګريزو استازو پکې وويل، چين او بريتانيا تل د تجارت ښې همکاريزې اړيکې ساتلې دي، له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په حال کې د دواړو هېوادونو تر منځ ژورې تجارتي همکاري به وساتل شي.

د لندن د مالي حوزې پيتر يستلين وويل، بريتانيا او چين په تيرو څو کلونو کې تل د همکارۍ اړيکې ساتلې دي. د دواړو خواوو تر منځ همکاري به د چين د ورخلاصون د لا پراخېدو په رڼا کې په دوامدار ډول وده او پرمختګ وکړي.

په بريتانيا کې د چين کونسلې باو لينګ په خپله وينا کې وويل، د چين او بريتانيا تر منځ تجارتي همکاري په دې وروستيو کلونو کې د ښه او ثابت پرمختګ په حال کې دي. پولي همکاري تل د دواړو هېوادونو لپاره مهمه برخه ده او پکې ستر برياليتوبونه رامنځته شوي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای