سين هوا اژانس د سپتمبر په ۴مه نېټه د ايران د خبري ټلويزيون په قول خبر ورکړ چې ايران په همدې ورځ د سټينا امپېرو په نوم د توقيف شوي برېتانوي ټانکر د ځينو کارکوونکو د خوشي کولو اعلان وکړ. د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي څرګنده کړه چې ايران د بشردوستۍ له لحاظه ياده پرېکړه کړې ده.
د خبر له مخې، د توقيفپه وخت کې په دغه برېتانوي ټانکر کې ټول ۲۳ تنه کارکوونکي و. دا لومړی ځل دی چې ايران د دغه ټانکر د کارکوونکو د خوشي کولو اعلان کوي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |