د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د برېتانيا د ماليې وزير ساجد جاويد د سپتمبر په ۴مه نېټه اعلان وکړ چې برېتانوي حکومت به له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره ۲ مليارډه پونډه نور چمتو کړي. دا له تېرو دوو مياشتو راهيسې د برېتانيا دوهم ځل دی چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره د چمتوالي پيسې زياتوي. اوس برېتانوي حکومت د دې لپاره ټول ۸.۳ مليارډه پونډه چمتو کړي دي.
د ښاغلي جاويد په اند، بهتره دا ده چې برېتانيا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره ور سره يو تړون لاسليک کړي، خو که دغه تړون لاسليک نه شي، نو برېتانيا به په راتلونکې کې له اروپايي ټولنې سره د ازادې سوداګرۍ تړون هم لاسليک کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |