CRI Online

په چين کې د خيريه سازمانونو شمېر ۵۵۱۱ ته رسېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-09-05 10:53:43

د سپتمبر ۵مه نېټه په چين کې د خير ښيګڼې څلورمه کليزه ده. سږ کال د دغې ځانګړې ورځې عمده موضوع بېوزلۍ ته د خير ښيګڼې پاملرنه او د ښکلي ژوند د تېرولو لپاره يو بل ته د لاسونو ورکول دي. د چين د ملکي چارو وزارت د يوې تازه شمېرنې له مخې، اوس په چين کې د خير ښيګڼې ۱۲۶ مليونه تنه داوطلبان ثبت شوي او د خيريه سازمانونو شمېر ۵۵۱۱ ته رسېدلی دی.

د روان کال په لومړۍ نيمه کې د هغو ۲۰ ويبسايټونو له لارې چې د چين د ملکي چارو وزارت لخوا ټاکل شوي، څه باندې ۱۴۰۰ خيره سازمانونو د بسپنو د راټولولو کابو ۱۷ زره مادې معلومات خپاره کړي چې څه دپاسه ۱.۸ مليارډه يوانه راټول شوي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای