CRI Online

ايران به د ذروي مسئلې په اړه د تړون تطبيق يو ځل بيا وځنډوي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-05 10:55:05
ايران به د ذروي مسئلې په اړه د تړون تطبيق يو ځل بيا وځنډوي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د سپتمبر په ۴مه نېټه وويل، ايران به ژر د ذروي مسئلې په اړه د تړون تطبيق د ځنډولو د درېيم پړاو تدبيرونو اعلان وکړي چې مهمه اغېزه به ولري.

د ايران د اټومي انرژۍ اېجنسۍ چارواکي د روانې مياشتې په ۳مه نېټه وويل، که نور اړوند هېوادونه خپلې دندې او ژمنې نه ترسره کوي، ايران کولای شي چې په دوو ورځو کې د شل سلنه خالصو يورانيومو توليد بيا پيل کړي. که د ذروي مسئلې په تړون کې د ايران حقونه تضمينېږي، نو ايران به د دې تړون تطبيق وکړي. که نه، نو ايران به د دې تړون تطبيق وځنډوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای