CRI Online

په جنوبي شينجيانګ کې د توکو ليږدولو لومړي اورګاډي حرکت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-09-05 11:50:40

په جنوبي شينجيانګ کې د توکو ليږدولو لومړي اورګاډي حرکت وکړ

د چين د خبري شبکې د خبر له مخې، د چين او اروپا ترمنځ يو اورګاډي چې پکې د جنوبي شينجيانګ لخوا توليد شوي ۱۳۶۳ ټنه د زردالو مربا او PVCتوليدات بار دي، د سپتمبر په ۴مه نېټه له ارومچي ښار څخه د الاشان بندر له لارې د روسيې مسکو په لور وخوځېد. له دې څخه ښکاري چې د شينجيانګ جنوبي سيمه د چين او اروپا ترمنځ د منظمو اورګاډيو په کورنۍ کې شامل شوې ده.

تر اوسه پورې په ارومچي ښار کې د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډيو منظم تګ راتګ له مرکز څخه ۲۵۲۱ اورګاډي خوځېدلي او د دغو اورګاډيو لپاره ۲۳ لارې پرانيستل شوې چې د منځنۍ اسيا او اروپا د اتلسو هېوادونو ۲۶ ښارونو ته رسېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای