د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې غړي، د چين مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو لوړپوړو مشورو لارښوونکي ليو هه د سپتمبر په ۵مه نېټه د امريکا له سوداګريز استازي روبيرټ ليتهيزر او د دې هېواد د ماليې له وزير سټيون منوچن سره تلېفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د راتلونکي اکتوبر په سر کې په واشنګټن کې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو لوړپوړو مشورو ديارلسم پړاو ترسره کړي او تر دې مخکې به دواړه خواوې نږدې تماسونه ونيسي. د دواړو خواوو اړوند ارګانونه به د دغو خبرو اترو لپاره پوره تياريانې ونيسي. دواړو خواوو ګډ نظر څرګند کړ چې بايد په ګډه کوښښونه وکړي او د دغو مشورو لپاره ښه زمينه برابره کړي.
د چين د سوداګريزو چارو وزير جونګ شان، د چين د خلکو بانک مشر يي ګانګ او د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مرستيال مشر نينګ جي جه هم په دغو تلېفوني خبرو کې برخه درلوده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |