CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته د تلونکو چيني زده کوونکو شمېر زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-09-05 12:25:40

په دې وروستيو کلونو کې چين يو داسې هېواد ګرځېدلی چې په بهرنيو هېوادونو کې د چيني زده کوونکو شمېر د نورو هېوادونو په پرتله زيات دی.د يوې شمېرنې له مخې په ۲۰۱۷ کال کې په نورو هېوادونو کې د چيني زده کوونکو شمېر په لومړي ځل له شپږ لکو څخه اوښتی دی. چيني زده کوونکي د زده کړې لپاره نه يوازې د اروپايي هېوادونو او امريکا په شمول پرمختللي هېوادونه بلکې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پراته هېوادونه غوره کړي دي. سربېره پردې د دغو چيني زده کوونکو عمرونه د پخوا په پرتله لا کشر او کم دي.

اوس دا د ډېرو چيني پلرونو او ميندو لپاره يو عادی کار دی چې بهرنيو هېوادونو ته د سفر په موده کې له ځينو پوهنتونونو څخه ليدنه کوي او ګڼ شمېر زده کوونکي او والدين يې په بهرنيو هېوادونو کې د ابتدايي او منځنۍ ښوونې په هکله له اړوندو ارګانونو څخه پوښتنې کوي.اوس په چين کې هغه تمايل رامنځته شوی چې ډېر چيني زده کوونکي چې عمرونه يې ډېر کم او کشران دي، د زده کړې لپاره بهرنيو هېوادونو ته تللي دي.

د بېجينګ د يوه منځني ښوونځي زده کوونکي جيانګ لين بو زمونږ خبريال ته وويل ، زه غواړم چې د يوه بهرني هېواد په ليسه کې زده کړه وکړم او په دې توګه د انګليسي ژبې سويه لوړه کړم تر څو زما په شان د بهرنيو زده کوونکو د درسونو په باب معلومات تر لاسه کړم.

چيني والدينو د زده کړې لپاره خپل ماشومان بهرنيو هېوادونو ته ليږلي چې موخه يې د بهرنيو ژبو او ښوونيزو لارو چارو زده کول او د دغو ماشومانو روزل دي. مېرمن ليو وويل(اواز.........) په پوهنتون کې د ښوونې نه مخکې د زده کړې لپاره بهرنيو هېوادونو ته خپل ماشومان ليږو چې په پايله کې به دوی د نړۍ له نورو هېوادونو سره لانژدې تماسونه ونيسي او د انګليسي ژبې سويه به لوړه کړي. دا به په راتلونکې کې د دوی د کارونو او استخدام لپاره ګټوره وي.

سربېره پردې اوس چيني زده کوونکو د زده کړې لپاره نه يوازې پرمختللي هېوادونه بلکې نور بهرني هېوادونه هم غوره کړي دي.د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پراته هېوادونه د دوی پام راجلبوي.د يوې شمېرنې له مخې له ۲۰۱۲ کال راهيسې څه باندې څلور لکه چيني زده کوونکي د زده کړې لپاره د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته تللي دي. زو جون مينګ چې په بهرنيو هېوادونو کې د زده کړې لپاره تيارياني نيسي، وويل چې له ماشومتوب څخه د چک له کلتور او تاريخ سره علاقه لري، نو په دې هېواد کې زده کړې ته تمه لري. هغه وويل، چک د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې واقع دی، نو که په راتلونکې کې هلته کار وکړم اويا وطن ته بېرته راسون شم،هرو مرو به ډېر فرصتونه ولرم.

د يوې شمېرنې له مخې تر ۲۰۱۷ کال پورې چين د ښوونې په هکله د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره ۴۵ دوه اړخيز همکاريز تړونونه او په دې جمله کې يې له ۲۴ هېوادونو سره د ديپلوم د متقابلو منلو تړونونه لاسليک کړي دي.د چک او چين ترمنځ د ښوونيزې تبادلې د ټولنې مشرې نيومي ګوريرو وويل چې په ۲۰۱۶ کال کې چين له چک سره د لوړو زده کړو د ديپلوم د متقابلو منلو تړون لاسليک کړی چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښوونيزې تبادلې ډېرې شوې دي.هغې وويل،د چک ۶۷ پوهنتونونه په چين کې منل شوي چې دا ډېره مهمه ده او په چک کې لوړې زده کړې وړيا دي.

د چين د ښوونې وزارت د بهرنيو زده کړې د خدمتي مرکز مسئول چنګ جيا څای وويل چې چين په پر له پسې توګه د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د ديپلوم د متقابل منلو لپاره هڅې کړې چې ښوونيزې تبادلې زياتې شوې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای