CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير ( د ستراتيژيکو وسلو د کمولو نوي تړون) د اعتبار مودې د اوږدولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-05 14:13:20
د روسيې د بهرنيو چارو وزير ( د ستراتيژيکو وسلو د کمولو نوي تړون) د اعتبار مودې د اوږدولو غوښتنه وکړه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګی لاوًروف د سپتمبر په څلورمه نېټه له خبريالانو سره په خبرو کې وويل، د ستراتيژيکي امنيت د ضمانت په اړه د روسيې او امريکا ترمنځ ډيالوګ تر پيل کېدو مخکې، دواړه خواوې دا حق نه لري چې ( د ستراتيژيکو وسلو د کمولو تړون ) بې اعتبار کړي.

لاوًروف وويل، امريکا د روسيې لخوا له اواز نه د چټکو وسلو د څېړنې او انکشاف په اړه ناخوښي څرګندوي او نه غواړي ( د ستراتيژيکو وسلو د کمولو نوي تړون) د اعتبار موده لا اوږده کړي، خو له اواز نه چټکې وسلې د دې تړون په چوکاټ کې شاملې نه دي.

ياد تړون چې په ۲۰۱۰ کال کې د روسيې او امريکا لخوا لاسليک شوی، د اعتبار موده يې تر ۲۰۲۱ کال پورې ده. دغه تړون په روسيه او امريکا کې د ذروي ګوليو شمېر محدودوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسلو کنټرول په اړه يوازينی تړون دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای