د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين او عربي هېوادونو د ۴مې دورې نندارتون د سپتمبر په ۵مه نېټه د نينګ شيا هوی قوم کورواکې سيمې په مرکز ين چوان ښار کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغه نندارتون ته د يو پيغام په استولو سره د دغه نندارتون پرانيستلو ته توده مبارکي وويله.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې څرګنده کړه چې له تېرو څو کلونو راهيسې چين او عربي هېوادونو د زماني تمايل او د خپلو پرمختيايي اړتياوو سره سم د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره لاسونه يو ځای کړي او غني لاسته راوړنې يې موندلې دي.
هغه پر دې ټينګار وکړ چې په تېر جولای کې مې د چين او عربي هېوادونو د همکاريز فورم د وزيرانو د ۸مې دورې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د هراړخيزې همکارۍ، ګډ پرمختګ او ايندې ته د کتلو په موخه د دوه اړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ټينګښت اعلان کړی دی. دغه نندارتون د دواړو خواوو ترمنځ د واقعي همکارۍ د ژورتيا او د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته ابادۍ او پرمختګ لپاره ګټور ډګر برابر کړی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |