CRI Online

د چين او عربي هېوادونو ترمنځ څلورم نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-09-06 10:54:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او عربي هېوادونو ترمنځ څلورم نندارتون د سپتمبر په ۵مه نېټه د نينګ شيا د هوی قوم کورواکې سيمې په مرکز اين چوان ښار کې پرانيستل شو. د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستيال مشر څاو جيان مينګ په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام ولوست او يوه وينا يې وکړه.

څاو جيان مينګ وويل، په تېرو څو کلونو کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ پرمختيايي ستراتيژۍ نښلول شوې، متقابل عالي تګ راتګ او سياسي باور ژور شوی او اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پياوړې شوي دي. دواړو خواوو د اساسي تاُسيساتو د ابادولو، انرژۍ، د اقتصادي او سوداګريزو حوزو د جوړولو، عالي او عصري تخنيکونو او ماليې په برخو کې ښې همکارۍ کړې دي.

د معلوماتو له مخې، د چين او عربي هېوادونو ترمنځ نندارتون د چين د سوداګرۍ وزارت، د چين د سوداګريو د پياوړتيا ټولنې او د نينګ شيا د هوی قوم کورواکې سيمې د حکومت لخوا تر سره کېږي او د دولت په کچه يو ستر نړيوال اقتصادي او سوداګريز فعاليت دی. دغه نندارتون د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه د چين او عربي هېوادونو ترمنځ يوه مهمه صحنه ګرځېدلې ده. کابو ۸۹ هېوادونه، ۱۰۷ پلاوي او ۲۹۰۰ سيمه ييز سازمانونه، ټولنې، ارګانونه او تصدۍ پکې برخه لري. (غوټۍ)


1  2  3  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای