CRI Online

د چين د شينجيانګ د کولتوري تبادلوي ګروپ له المان څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-06 10:58:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د شينجيانګ د کولتوري تبادلوي ګروپ چې د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر لخوا تشکيل شوی، د سپتمبر له ۲مې نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې له المان څخه ليدنه وکړه. د دغې ليدنې په ترڅ کې يې د دغه هېواد له اړوندو څانګو سره خبرې اترې وکړې او ځايي ملکيانو سره يې د شينجيانګ د پرمختګ حالات شريک کړل.

ياد ګروپ د ۲مې نېټې په ماسپښين په مونيخ کې د المان د باواريا ايالت د کورنيو چارو له څانګو سره خبرې اترې وکړې او د شينجيانګ د پرمختګ حالات يې شريک کړل. د چين حکومت په تېرو څو کلونو کې د ټولنيز ثبات او دايمي امنيت د ساتنې په اړه د شينجيانګ عمده کاري موخه ټاکل شوې او جامع تګلارې يې پلې کړې دي. په تېرو درېيو کلونو کې په شينجيانګ کې هيڅ ترهګريزه پېښه نه ده رامنځته شوې، اقتصاد او ټولنه د ثابت پرمختګ په حال کې ده، د سيلانيانو شمېر د پر له پسې زياتوالي په حال کې دی او ټولنيز دودونه ښه شوي دي.

د معلوماتو له مخې، ياد پنځه کسيز ګروپ به له المان څخه د ليدنې له پای ته رسېدو وروسته له فرانسې او بريټانيا څخه هم ليدنې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای