د چين او اروپايي ټولنې د نيلي رنګ همکاريزو اړيکو لومړی فورم د سپتمبر په ۵مه نېټه په بروکسيل کې ترسره شو. ګډون کوونکو د سمندري ادارې، د نيلي رنګ اقتصاد او د کب نيولو چارو د دوامداره پرمختګ په اړه د نظريو ژوره تبادله وکړه.
په ۲۰۱۷ کال کې چين او اروپايي ټولنې د نيلي رنګ کال په اړه يو لړ فعاليتونه تر سره کړي. د ۲۰۱۸ کال په جولای کې دواړو خواوو په رسمي توګه د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د نيلي رنګ همکاريزې اړيکې ټينګې کړي. دا لومړی ځل دی چې اروپايي ټولنې د خپلو غړو هېوادونو نه پرته له نور هېواد سره د نيلي رنګ همکاريزې اړيکې ټينګې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |