CRI Online

د شينجيانګ د يارکند سيند د بند عمده پروژه پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2019-09-06 10:59:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شينجيانګ پر يارکند سيند باندې د اوبو لګولو د محوري بند د جوړونې عمده پروژه څو ورځې مخکې پای ته ورسېده چې دغه پروژه په شينجيانګ کې د سيلاوونو د مخنيوي لپاره ډېر اهميت لري.

د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د چين د ديارلسم پنځه کلن پلان په موده کې له سلو سترو او مهمو پروژو څخه يوه ده او عمومي پانګونه يې ۱۰ مليارډو او ۹۸۶ ميلونو يوانو ته رسېدلې ده. ياد بند به د تريم سيند د چاپيريال د ساتنې تر څنګ د سيلاوونو، اوبو لګولو او د بريښنا د توليدولو په برخو کې رول ولوبوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای