د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۵مه نېټه د کرنې ملي پوهنتونونو مشرانو او کارپوهانو ته ځوابي پيغام ورکړ او د دغو پوهنتونونو د لارښوونې غوښتنه يې کړې او د ښوونکو او زده کونکو هڅونه يې کړې ده.
شي جين پينګ وويل چې د نوي چين د جوړېدو له ۷۰ کلونو راهيسې د کرنې اړوندو ملي پوهنتونونو د پوهنځيو پرمخ وړلو ماموريت په پام کې نيولی، په ډېر احتياط يې د متخصصانو روزنه کړې ، ساينسي څېړنه او نوښت يې پياوړی کړی او د کليو، کرنيزو چارو او بزګرانو په اړه د چارو پرمختګ لپاره يې فعال خدمتونه کړي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |