CRI Online

د چين او امريکا د سوداګريزې ټولنې رئيس : له چين څخه د امريکايي شرکتونو د وتلو په باب د ټرمپ حکم به سياسي قيمت ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-06 11:01:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او امريکا د سوداګريزې ټولنې رئيس ټيموصي ستراتفورډ په دې وروستيو کې وويل، ښايي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له چين څخه د امريکايي شرکتونو د وتلو حکم د کولو حق ولري، خو هغه به د دې عمل له امله سياسي قيمت ورکړي.

هغه د روانې مياشتې په ۳ مه نېټه د امريکا له CNBC ټلويزيون سره په يوه مرکه کې وويل، ټرمپ کولی شي چې له چين څخه د امريکايي شرکتونو د وتلو حکم وکړي، خو دا يوه قانوني مسئله نه ده، سياسي او اقتصادي مسئله ده.

د امريکا او چين د سوداګرۍ دولتي ټولنې په دې وروستيو کې د يوې شمېرنې په څرګندولو سره وويل، زياترو امريکايي شرکتونو په چين کې ښې ګټې تر لاسه کولی شي، چين لا هم د زياترو شرکتونو په نظر کې لومړی اهميت لرونکی بازار دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای