CRI Online

په تيرو ۱۰ کلونو کې په چين کې پر بيا کاريدونکو انرژو د لګښتونو ارزښت د نړۍ تر نورو هېوادونو زيات وو

cri     (GMT+08:00) 2019-09-06 11:10:45

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د م م د چاپيريال پلانولو ادارې د سپمبر په ۵ مه نېټه يو راپور خپور کړ چې له مخې يې په تيرو ۱۰ کلونو کې په چين کې پر بيا کاريدونکو انرژو د لګښتونو ارزښت د نړۍ تر نورو هېوادونو زيات وو. چين په بيا کاريدونکو انرژو تر نورو لوی پانګه اچوونکی هېواد و. له ۲۰۱۰م کال څخه د ۲۰۱۹م کال تر لومړۍ نيمايي پورې چين په دې برخه کې د ۷۵۸ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده چې د نړۍ تر نورو هېوادونو زياته ده.

د دې راپور سره سم، له ۲۰۱۰م کال څخه د ۲۰۱۹م کال تر لومړۍ نيمايي پورې، امريکا په بيا کاريدونکو انرژو د ۳۵۶ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه کړې چې په نړۍ کې دوهم لوی پانګه اچوونکی هېواد و. جاپان او اروپا تر امريکا شا ته دي ۳ م او ۴م مقامونه يې نيولي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای