د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د سپتمبر په ۵مه نېټه اعلان وکړ چې که د سوريې په شمال ختيځ کې د امنيتي سيمې په اړه له امريکا سره په خبرو اترو کې پرمختګ نه وي ، نو ترکيه به د سپتمبر په پای کې پخپله د سوريې د امنيتي سيمې عملياتي پلان پلی کړي.
اردوغان زياته کړه چې ترکيه د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو لپاره زيات شمېر کډوال ترلاسه او بيا ميشت کړي ، خو د اروپايي ټولنې کافي ملاتړ يې نه دی تر لاسه کړی. دغه راز ترکيه ښايي د پولې کنټرول خوشي کړي او اروپا ته د کډوالو تګ راتګ لار پرانيزي.
د سوريې حکومت په اند د دغه هېواد په شمال کې د امريکا او ترکيې پوځي شتون د سوريې له ملي حاکميت څخه سرغړونه ده او په کلکه يې غندي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |