د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا پارلمان د سپتمبر په شپږمه نېټه له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو د مخنيوي لپاره يوه لايحه تصويب کړه. دغه لايحه به د بريتانوي ملکې اليزابت دويم له خوا تر لاسليکېدو وروسته د قانون په توګه نافذه شي.
د يادې لايحې د تصويبېدو له امله د قانون په برخه کې د بريتانيا لومړی وزير بوريس جونسن له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو پلان نشي تر سره کولی. د څېړوونکو په اند که بريتانيا د اګتوبر په نولسمه نېټه د اروپايي ټولنې د سرمشريزې غونډې له پای ته رسېدو مخکې له دې ټولنې سره نوی اړوند تړون لاسليک نه کړي، نو جونسن به د مجبوريت له مخې د دې لپاره هڅې وکړي چې اروپايي ټولنه له دې ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو ځنډول ومني.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |