د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا پخواني خارجه وزير هنري کيسينجر د سپتمبر په ۷ مه نېټه د چين د پرمختګ د لوړپوري فورم د ۲۰۱۹ کال سمينار ته د يو ويډيويي پيغام په لېږدولو سره وويل چې تل باور لرم چې د همکاريو له لارې د مسئلو حلول د نړۍ د سولې او پرمختګ په اړه د چين او امريکا ګډ مسئوليت دی.
هغه وويل چې چين او امريکا د تخنيک، سياسي تجربې او تاريخ په اړه د نړۍ پرمختګ او سولې ته اغېزمن هېوادونه دي، خو د تاريخي او کلتوري توپېرونو له امله د همکاريو په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ سترې ننګونې شتون لري.
د چين د پرمختګ د لوړپوړي فورم د ۲۰۱۹ کال سمينار د روانې مياشتې له ۶ مې نېټې څخه تر ۷ مې نېټې پورې د چين په پلازمينه بېجينګ کې تر سره شو او ياد سمينار د چين د دولتي شورا د پرمختګ د څيړنيز مرکز تر لارښوونې او د چين د پرمختګ د څيړنيز صندوق لخوا جوړ شوی. د چيني او بهرنيو چارواکو، کارپوهانو او متصديانو د سوداګرۍ، ورخلاصون او ګډې سمسورتيا پر موصوغ د چين او امريکا تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د تودو مسئلو په اړه پکې بحث شوی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |