د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د زيمبابوې ولسمشر ايمرسون منانګاګوا د سپتمبر په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې حکومت د دغه هېواد فقيد ولسمشر روبرټ موګابي ته د ملي اتل لقب ورکړ.
موګابي په همدې ورځ د سينګاپور په يو روغتون کې د ۹۵ کالو په عمر مړ شو. د نوموړي له وفات وروسته ولسمشر ممنانګاګوا چې د جنوبي افريقا په کاپتون کې د نړيوال اقتصادي فورم په افريقايي سرمشريزه غونډه کې ګډون کاوه، له ټاکلي وخت نه مخکې بېرته زيمبابوې ته راستون شو. هغه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل، چې موګابي د زيمبابوې بنسټګر، ستر لارښوونکی او سياستوال دی او د هېواد ملي مشر او معنوي پلار دی چې زيمبابوې د ده تر مشرۍ لاندې خپلواکي تر لاسه کړې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |