د سينهو اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۷مه نېټه د زيمبابوې د پخواني ولسمشر روبرټ موګابي د وفات په مناسبت د دغه هېواد ولسمشر ايمرسون منانګاګوا ته د خواشينۍ پيغام وليږه. شي جين پينګ د خپل ځان له خوا او د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د پخواني ولسمشر موګابي په مړينې ژوره خواشيني څرګنده کړې او د زيمبابوې حکومت او خلکو او د ښاغلي موګابي خپلوانو ته يې همدردي ويلې ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |