CRI Online

د چين استازی: هيله ده چې بېلا بېلې خواوې د بشري حقونو په برخه کې خبرې اترې او همکارۍ وکړي او يو له بل سره مقابله ونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-07 21:44:14

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، په ژنيو کې د م م په نماينده ګۍ کې او په سويس کې په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شيو د سپتمبر په شپږمه نېټه د م م د بشري حقونو شورا د ۴۲مې غونډې له پيل مخکې په يوه مطبوعاتي غونډه کې له چيني او بهرنيو خبري رسنيو سره د نړۍ د بشري حقونو د ادارې او د يادې غونډې په اړه د چين دريځونه او نظرونه شريک کړل.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې سږ کال د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰مې کاليزې سره برابر دی. چين په تېرو اوياوو کلونو کې د بشري حقونو په برخه کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. په چين کې کابو ۸۵۰ مليونه کسان له بې وزلۍ څخه وتلی او د ښوونې، ټولنيزو بيمو، طب او اساسي ډيموکراسۍ په برخو کې ستر سيستمونه جوړ شوي دي چې پيمانه يې په نړۍ کې تر ټولو ډېره لويه ده. بر سېره پردې، چين په فعاله او مثبته توګه د نړۍ د بشري حقونو په ادارې کې ګډون کوي او په دې برخه کې پراخې نړيوالې همکارۍ کوي.

نوموړي زياته کړه چې چين به د بشري حقونو شورا په ۴۲مه غونډه کې د پرمختګ د حقونو ساتنې ، د نژادي سپکاوي مخنيوي او پر بشري حقونو باندې د ترهګرۍ د اغيزې په شمول ځېنو مسئلو ته پاملرنه وکړي او په قعاله توګه به د پرمختيايي هېوادونو د ساتلو لپاره وينا وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای