CRI Online

وانګ يي د افغانستان د راتلونکي سياسي ترتيباتو په اړه ۳ اصول بيان کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-09-08 17:39:39

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د سپتمبر په ۷مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د پاکستان په اسلام اباد کې د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ له درېيم ډيالوګ وروسته له خبريالانو سره په ملاقات کې د افغانستان د اوسنيو حالاتو په اړه د چين نظريې څرګندې کړې.

وانګ يي وويل، چې د افغانستان برخليک بايد د افغانانو په لاس کې وي، د هغه اصل له مخې خبرې اترې د سولې او پخلاينې د رامنځته کېدو يوازينۍ لار ده چې خبرې د افغانانو په مشرۍ او حاکميت ترسره شي. موږ د طالبانو په شمول د افغانستان له بېلا بېلو ډلو څخه غوښتنه کوو چې د هېواد او خلکو ګټو ته دې لومړيتوب ورکړي، د تاريخي فرصت په نيولو دې بين الافغاني خبرې اترې پيل کړي او هغه راتلونکي سياسي چوکاټ دې جوړ کړي چې د بېلا بېلو ډلو لپاره د منلو وړ وي.

د چين په اند د افغانستان راتلونکی سياسي ترتيبات بايد پر ۳ اصولو ولاړ شي. لومړی، پراخ استازيتوب او ټول شموليت. د افغانستان بېلا بېل ګوندونه، ډلې او بېلا بېل قومونه بايد د هېواد په سياسي ژوند کې مساوي ګډون وکړي او ملي واک دې شريک کړي. په دې توګه به افغانستان متحد سياسي بنسټ ولري. دوهم، له ترهګرۍ سره ټينګه مقابله. هيڅکله دې افغانستان يو ځل بيا د ترهګريزو سازمانونو پناه ځای و نه ګرځي. په دې توګه به افغانستان د امنيت تضمين ولري. درېيم، سوله ييزه او دوستانه ډيپلوماسي دې خپله کړي. افغانستان بايد له نورو هېوادونو په تيره بيا له ګاونډيو هېوادونو سره په سوله کې ګډ ژوند وکړي او د سيمه ييزې سولې او ثبات په ساتلو کې دې رغنده رول ولوبوي. که داسې وشي، افغانستان به مناسب بهرني شرايط برابر کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای