CRI Online

ډونالډ ټرمپ د افغانستان له ولسمشر او طالبانو سره پټه ناسته لغوه کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-09-08 17:52:51

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر په ۷ مه نېټه په خپل ټويټر کې وويل چې ټاکل شوې وه هغه به د روانې مياشتې په ۸ مه نېټه په کمپ ډيويډ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبان له استازو سره پټه کتنه وکړي، خو دغه کتنه په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې پر امريکايي عسکرو د شويو بريدونو له امله لغوه شوه.

هغه په ټويټر کې وويل، ټاکل شوې وه چې محمد اشرف غني او د طالبانو مشران به د روانې مياشتې د ۷ مې نېټې په شپه امريکا ته راشي او په کمپ ډيويډ کې به سره وګوري. د آفسوس خبره دا ده چې افغان طالبانو په کابل کې د هغه چاودنې پړه پر غاړه اخيستې ده چې له امله يې يو امريکايي عسکر او ۱۱ نور کسان وژل شوی. دغه کتنه مې سمدلاسه لغوه کړه او د سولې خبرې مې هم لغوه کړې.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای