CRI Online

د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ درېيم ډيالوګ تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-09-08 17:57:38

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د سپتمپر په ۷مه نېټه د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ درېيم ډيالوګ د پاکستان په اسلام اباد کې تر سره شو. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د پاکتسان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په ډيالوګ کې ګډون وکړ.

وانګ يي وويل، چې چين، افغانستان او پاکستان نژدې ګاونډيان دي او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو ګډه هيله، د يو کمربند او يوې لارې ګډې ابادۍ او د سيمه ييز تګ راتګ زياتوالي ته اړتيا لري او د دواملرونکي پرمختګ د موندلو او خلکو ته د ګټو د رسولو په هڅه کې دي. درې واړه هېوادونه بايد د افغانستان د روغې جوړې بهير د پرمخبيولو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي، د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې ګډ کوښښونه وکړي.

د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ښاغلي رباني او قريشي دا ډېره د ارزښت وړ وبلله چې د چين، افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو ترمنځ د ډيالوګ تر ميکانيزم لاندې د سياسي اعتماد او روغې جوړې، د همکارۍ او تګ راتګ، په امنيتي چارو کې د همکارۍ او له ترهګرۍ سره مقابلې په همکاريو کې برياليتوبونه تر لاسه شوي، او دغه راز د دواړو وزيرانو له دې امله د چين ستاينه يې وکړه چې د دريو خواوو ترمنځ د همکارۍ د هڅولو لپاره يې خدمتونه کړي دي.

د نوموړو دريو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران په دې اړه د نظريو يووالي ته رسيدلي چې د افغانانو تر لارښوونې او حاکميت لاندې د روغې جوړې بهير پر اساس به د افغانستان د دايمي سولې او ثبات د موندلو لپاره هڅې وکړي او د نړيوال بانک په شمول به له نړيوالو پولي څانګو سره د همکارۍ له لارې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او ترانسپورت په برخه کې پروژې تر سره کړي، او درې واړو له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د دريو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم ليک تصويب کړ او پر دې يې موافقه وکړه چې د درې واړو خارجه وزيرانو ترمنځ څلورم ډيالوګ به په ۲۰۲۰ کال کې په چين کې تر سره شي.

درې واړو وزيرانو له ډيالوګ وروسته په ګډه له خبريالانو سره وکتل او د دريو خواوو ګډه اعلاميه يې خپره کړه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای