CRI Online

وانګ يي د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-09-08 18:00:18

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۷ مه نېټه د پاکستان په پلازمينه اسلام اْباد کې د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو زيرانو درې اړخيزو خبرو په درېيم پړاو کې د ګډون په ترڅ کې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني سره وکتل.

وانګ يي له صلاح الدين رباني سره په خبرو کې وويل چې چين او افغانستان لرغوني دوست ګاونډيان او ستراتېژيک همکاران دي. دواړو هېوادونو تل يو د بل پوهاوی کړی، يو پر بل يې اعتماد کړی او يو له بل څخه يې ملاتړ کړی او کوي يې. چين د افغانستان ستاينه کوي چې تل يې په مهمو مسئلو کې له چين څخه ټينګ ملاتړ کړی او له افغان حکومت څخه مننه کوي چې په دغه هېواد کې د ختيځ ترکمستان غورځنګ ضد مبارزې په برخه کې زور ور تربيدونو تر لاسه کړې. چين له افغان حکومت څخه ملاتړ کوي چې د خپل هېواد ملي حاکميت، خپلواکي او عزت څخه ساتنه کوي. چين غواړي د افغانستان او چين د مشرانو تر منځ شوې موافقې پلې کړي، د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي چټکه کړي، په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي ګټورې همکارۍ پياوړې کړي او چين به د افغانستان د اقتصادي ټولنې له پرمختيا او د خلکو د ژوند له ښه والې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

صلاح الدين رباني وانګ يي ته د نوي چين د جوړېدو د ۷۰ مې کاليزې مبارکي وويله. نوموړي وويل چې هېواد يې د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو ويرانو تر منځ د درې اړخيزو خبرو اترو په اړه د چين د کوښښونو لوړه ستاينه کوي او غواړي په دغه چوکاټ کې له يو بل سره سياسي باور لا ټينګ کړي او خپلمنځي همکارۍ لا ژورې کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای