CRI Online

وانګ يي خبريالانو ته د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د درېيم ډيالوګ په اړه معلومات ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2019-09-08 18:00:50

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۷مه نېټه د پاکستان په اسلام اباد کې د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ په درېيم ډيالوګ کې له ګډون وروسته خبريالانو ته په دې ډيالوګ کې د تر لاسه شويو ګډو نظريو په اړه معلومات ورکړل.

وانګ يي وويل، په دغه ډيالوګ کې د تر لاسه شويو ګډو نظريو عمده ۵ ټکي دا دي: لومړی، زموږ په اند د چين، افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاريز ميکانيزم د دريو خواوو د يووالي او همکارۍ د هڅولو، د افغانستان د کورني سياسي روغې جوړې د پرمخبيولو او د سيمه ييز تګ راتګ او پرمختګ د پياوړي کولو په برخو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. دوهم، زموږ په اند د افغانستان حالات کليدي مرحلې ته داخل شوي. چين او پاکستان دې ته سترګې په لار دي چې د افغانستان حکومت او طالبان د سوله ييزو خبرو اترو له لارې روغې جوړې ته ورسيږي. درېيم، زموږ په اند د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو ښه والی د دواړو هېوادونو او د سيمه ييزې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري. څلورم، زموږ په اند د دريو خواوو ترمنځ همکارۍ بايد د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ تر چوکاټ لاندې پياوړي شي. پنځم، زموږ په اند له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنيتي چارو په برخو کې دې خپلمنځي همکارۍ ژورې شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای