د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د سپتمبر په اتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، يوازې په داسې حال کې چې طالبان اوربند او له افغان حکومت سره مستقيمې خبرې اترې ومني، سوله به رامنځته شي.
په ياده اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو له خوا مسلسلې جګړې او زور زياتی د افغانستان د سولې د رامنځته کېدو پر وړاندې خنډ دی. پرته له دې نه چې طالبان له وژنو څخه لاس واخلي او اوربند وکړي او له افغان حکومت سره مستقيمې خبرې اترې وکړي، په افغانستان کې به رښتينې سوله رامنځته نه شي.
د افغانستان د حکومت په اعلاميه کې ويل شوي، هيڅ خبرې اترې به د افغان حکومت د پلاوي له ګډون پرته مطلوبه نتيجه تر لاسه نه کړي. د امريکا حکومت له دې نه مخکې له طالبانو سره څو پړاوه خبرې اترې تر سره کړې او دواړې خواوې د تړون مسودې ته رسيدلې دي. د طالبانو په اند افغان حکومت د امريکا تر ملاتړ لاندې (( ګوډاګی)) دی او له دغه حکومت سره يې مستقيمې خبرې اترې رد کړې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |