CRI Online

وانګ يي د پاکستان له خارجه وزير شاه محمود قريشي سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-09-08 20:05:41

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۷مه نېټه د پاکستان په اسلام اباد کې د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د درېيم ډيالوګ په څنډه کې د پاکستان له خارجه وزير شاه محمود قريشي سره خبرې وکړې.

وانګ يي وويل، چين هيله لري چې له پاکستان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې ښې عملي کړي، خپلمنځي ستراتيژيکي تبادلې پياوړې کړي، په بېلا بېلو کچو کې نژدې تګ راتګ وساتي او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د بادۍ په شمول په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.

قريشي د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت مبارکي وويله. نوموړي وويل، چې د پاکستان مشران او خلک ټول د پاکستان او چين د اقتصادي دهليز له ابادۍ څخه ملاتړ کوي او د دغه دهليز ستاينه کوي چې پاکستان ته يې سترې ګټې رسولې دي.

دواړو خواوو د کشمير د حالاتو په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای