CRI Online

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د چين له خارجه وزير وانګ يې سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-09-09 09:40:18

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي ستېشن د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر عارف علوي د سپتمبر په اتمه نېټه په آسلام اباد کې ولسمشرۍ ماڼۍ کې د چين د دولتي شورا له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.

الوي د وانګ يي له لارې د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته له صميميت ډک سلامونه وړاندې کړل. هغه وويل چې پاکستان تل چين خپل تر ټولو باوري وړ ملګری بولي او په اوږده موده کې په بېلا بېلو برخو کې د چين له ملاتړ او بې ګټې مرستو څخه مننه کوي. پاکستان هيله لري چې چين د پرمختګ او ابادۍ په بهير کې نوي پرمختګونه وکړي او د چين د ګوښه کولو او د چين د پرمختګ د مخنيوي په موخه هر نيت به د پاکستان له مخالفت سره مخامخ شي او دا ډول کړنه به هرومرو ناکامه شي. پاکستان د چين د ولسي جمهوريت د اوياوو کلونو راهيسې تر لاسه شويو سترو برياليتوبونو ته مبارکي وايي. دغه هېواد غواړي د ترهګرۍ ضد مبارزو کې له چين سره همکارۍ ژورې کړي، په ګډه د ختيځ ترکستان په شمول له ترهګريزو ځواکونو سره مقابله وکړي او په پاکستان کې د چين د اتباعو او پروژو امنيت تضمين کړي.

وانګ يې د پاکستان ولسمشر علوي ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل. هغه وويل چې د يو کال راهيسې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې د هرې هوا ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې ډېرې ټينګې شوې دي. د ناثابتو نړيوالو او سيمه ايزو حالاتو په وړاندې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو پياوړتيا لا ډېره مهمه ده. چين د تايوان، هانکانګ او شينجيانګ او د چين د مرکزي ګټو په شمول د مسئلو په هکله د پاکستان له دريځ څخه مننه کوي چې له چين سره ګډ موقف لري. موږ به د خپل هېواد د ملي حاکميت، شرافت، د خاورو بشپړتيا او د عادلانه او قانوني حقوقو او ګټو د ساتلو لپاره د پاکستان له کوښښونو څخه ملاتړ وکړو.

وانګ يي همدارنګه په جلا جلا توګه د پاکستان صدراعظم عمران خان، خارجه وزير شاه محمد قريشي او د ځمکني پوځ له لوی درستيز جاويد قمر باجوه سره خبرې اترې وکړې او د چين، افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو په درېيم ډيالوګ کې يې ګډون وکړ.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای