CRI Online

د پاکستان لومړي وزير عمران خان له وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-09-09 10:33:59
د پاکستان لومړي وزير عمران خان له وانګ يي سره وکتل

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د پاکستان لومړي وزير عمران خان د سپتمبر په اتمه نېټه د دې هېواد په پلازمينه اسلام اباد کې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره وکتل.

عمران خان د وانګ يي له لارې د چين مشرانو ته نيکې هيلې وړاندې کړې او و يې ويل، د ده په مشرۍ د نوې دورې حکومت د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي دهليز جوړونې ته ډېره پاملرنه کړې او د دې لپاره يې ځانګړی ارګان جوړ کړ چې د دې پرژوې په اړه د بېلا بېلو برخو همکارۍ ترتيب کړي. پاکستان له چين څخه مننه کوي چې په بهرنيو چارو کې يې له پاکستان سره ګډ تفاهم لري او ترې ملاتړ کوی. پاکستان غواړي په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې له چين سره همغږي او همکاري لا پياوړې کړي.

وزير وانګ يي لومړي وزير عمران خان ته د چين مشرانو نيکې هيلې وړاندې کړې او و يې ويل، چين د پاکستان ستاينه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دهليز جوړونې ته يې ډېره پاملرنه کړې او کوي يې. چين غواړي د دې دهليز جوړونه د صنايعو په همکارۍ د ګرځېدلو لپاره له پاکستان سره همکاري وکړي تر څو ټول پاکستان ته ترې ګټې ورسېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای