CRI Online

وانګ يي د پاکستان د ځمکني پوځ له لوی درستيز جاوېد قمر باجوه سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-09-09 10:38:20
وانګ يي د پاکستان د ځمکني پوځ له لوی درستيز جاوېد قمر باجوه سره وکتل

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په اسلام اباد کې د پاکستان د ځمکني پوځ له لوی درستيز جاوېد قمر باجوه سره وکتل.

وانګ يي وويل، چين او پاکستان په هر راز هوا کې ستراتيژيکي همکاران دي، پروا نشته چې نړيوال او سيمه ييز وضعيت څنګه بدلون مومي، چين به له پاکستان څخه کلک ملاتړ وکړي چې د خپل حاکميت، احترام او د خاورې بشپړتيا وساتي، په خپل هېواد کې ارامتيا او سمسورتيا عملي کړي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې لا زيات رغنده رول ولوبوي. وانګ يي دې ته اشاره وکړه چې د پاکستان پوځونه د چين او پاکستان ترمنځ له اړيکو څخه د ملاتړ مهم ځواک دی، د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ اړيکې د دواړو خواوو د ستراتيژيکو اړيکو مهمه برخه ده. چين له پاکستان څخه ملاتړ کوي چې له افغانستان سره اړيکې ښې کړي او په فعاله توګه د افغانستان د ملي روغې جوړې بهير پرمخ ولاړ شي.

ښاغلي باجوه وويل، اوس په سيمه ييزو او نړيوالو اوضاعو کې پيچلي بدلونونه رامنځته کېږي. پاکستان له چين څخه مننه کوي چې په دې حساسه موده کې يې له پاکستان سره قوي مرستې وکړې. پاکستان به له افغانستان سره د اړيکو د ښه والي او په افغانستان کې سولې او ارامتيا د رامنځته کېدو لپاره کوښښونه وکړي. هيله ده چې چين به په دې برخه کې په دوامداره توګه مهم رول ولوبوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای