د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا په مشرۍ د داعش پر ضد نړيوال اتحاد په همدې ورځ د عراق په شمال د نينيوا په ولايت کې د داعش اته وسله وال ووژل.
د عراق د ګډو عملياتو لارښوونکي ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د نينيوا ولايتي پوځ د اطلاعاتو سره سم، د نړيوال اتحاد جنګي الوتکې په همدې ورځ د دې ولايت د مرکزي ښار موصول په جنوب په ۲۰ کيلومترۍ کې د داعش پر يوې اډې بريد وکړ او ۸ وسله وال يې ووژل. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |