د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د شمېرنې سره سم، د سږ کال په تيرو ۸ مياشتو کې د چين د شخصي تصديو د تجارتي مالونو د صدور او توريد عمومي ارزښت ۲۰۱۳۰ مليارډو يوانو ته رسېدلی دی چې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۳.۶ سلنه زيات شوی دی.د شخصي تصديو د تجارتي مالونو د صدور او توريد ارزښت ۸۴۹۰ مليارډو يوانو ته رسېدلی چې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۱۱.۲ سلنه زيات شوی دی، دغه راز شخصي تصدي د بهرنيو تصديو پر ځای د تجارتي مالونو د صدور او توريد په چارو کې د عمده قوت په توګه بدلې شوې دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |