د هانکانګ د ځوانانو ډلو د ۲۰۰۸م کال له جولای مياشتې څخه په متناوب ډول د زرين بوهنيا په ډګر کې د چين د ملي بيرغ د اوچتولو دنده تر سره کوي. د سپتمبر په ۸ مه نېټه، د هانکانګ د بېلا بېلو ټولنو زرګونو شخصيتونو په دې ډګر کې د چين د ملي بيرغ د اوچتولو په مراسمو کې ګډون وکړ، په ګډه سره ملي سرود يې وويلو او له دې لاره يې هانکانګ او وطن دوستۍ احساسات يې څرګند کړل. د هانکانګ د ملي بيرغ د اوچتولو عمومي ټولنې د دې فعاليت مشري وکړه، د دې ټولنې استازو او ښوونکو د ملي بيرغ د اوچتولو مراسم تر سره کړل، د وطن دوستۍ ټولنو زرګونو استازو او ښاريانو دغه مراسم وکتل.
تر اوسه پورې د هانکانګ د ۴۰۰ ابتدائي ښوونځيو، منځني ښوونځيو، وړوکتونونو څه دپاسه ۵۰۰۰ ماشومانو او ځوانانو د ملي بيرغ د اوچتولو په عمومي ټولنه کې ګډون کړی و او په داسي فعاليتونو کې يې د ګډون کولو له لارې له وطن چين سره خپلې مينې ښودلې دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |