CRI Online

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې به په ټاکلي وخت کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2019-09-09 14:32:17

ټاکل شوی چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د سپتمبر په ۲۸مه نېټه تر سره شي، خو په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ شوی او په دې داسې ګنګوسې هم رامنځته شوې چې ښايي د ولسمشرۍ ټاکنې به وځنډول شي.د افغانستان د ملي امنيت شورا د نړيوالو اړيکو او سيمه ييزې همکارۍ د څانګې مسئول عارف دوستيار په دې وروستيو ورځو کې زمونږ د راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې به ونه ځنډول شي. د دې ترڅنګ هغه هم له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې پر ځمکه وسلې کيږدي او ژر تر ژره د دې هېواد د روغې جوړې په بهير کې برخه واخلي.

د روان کال له سپتمبر راهيسې د افغانستان امنيتي حالت له ډېرو ستونرو او چلنجونو سره مخ دي. که څه هم د افغانستان د روغې جوړې په هکله د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د طالبانو له استازو سره اعلان وکړ چې د دې هېواد د سولې د تړون مسوده وروستې کړې ده، خو دغه مسوده د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا لا نه ده منظور شوې.په عين وخت کې طالبان له افغان حکومت سره مستقيمې خبرې اترې نه غواړي او د کېدونکو يادو ټاکنو د مخنيوي لپاره هڅې کوي.نو څېړونکي ګومان کوي چې د افغانستان اوسني حالت به په ټاکلي وخت کې د دې هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو پرتر سره کېدو اغيزه وکړي.په دې هکله عارف دستيار زموږ خبريال ته وويل چې دغه ټاکنې به ونه ځنډول شي. هغه وويل د ولسمشرۍ ټاکنې به په ټاکلي وخت کې تر سره شي او زموږ حکومت د امنيت او سياست په برخه کې تياريانې نيولې دي. که څه هم دغه کار ښايي له ځينو چلنجونو سره مخ شي،خو دغه چلنجونه له اوږدې مودې راهيسې موجود دي. افغان حکومت ژمنه کړې چې په ټاکلي وخت کې به د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کړي.

د يادې مسودې له مخې به امريکا په راتلونکو ۱۳۵ ورځو کې له افغانستان څخه شاوخوا پنځه زره سرتيري وباسي او پنځه پوځي اډې به بندې کړي.د دې ترڅنګ طالبانو ژمنه کړې چې د ترهګرو ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې پر امريکا او د دوی پر ملګرو هېوادونو بريدونه طرح کړي.خو د يادې مسودې تر لاسليکېدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو بريدونه د زياتېدو په حال کې دي.د سپتمبر په دوهمه نېټه په کابل کې د وسله والو طالبانو چاودنې شپاړلس تنه ووژل او سل تنه نور يې ټپيان کړل.د سپتمبر په پنځمه نېټه وسله والو طالبانو د کابل په مرکز کې د تلاشۍ پر يوې پوستې ځانمرکی بريد وکړ چې له امله يې لږ تر لږه لس تنه ملکيان او د ناټو دوه تنه سرتيري ووژل شول او ۴۲ تنه يې ټپيان کړل.

عارف دوستيار د طالبانو پر دغو کړو وړو سخته نيوکه وکړه او ويې ويل طالبانو له يوې خوا وايي چې د سولې لپاره هڅې کوي، خو له بلې خوا د خپلو کړو وړو له لارې زورواکي او خونړي بريدونه تر سره کوي. موږ ټول بريدونه غندو په تېره بيا د ملکيانو پر وړاندې بريدونه غندو. ځکه چې دغه بريدونه د ګڼ شمېر ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې سبب کيږي.موږ هيله لرو چې د زور زياتي پېښې ژر تر ژره پای ته ورسيږي. په عين وخت کې زمونږ امنيتي ځواکونه پر وخت له ترهګرو سره د مبارزې لپاره چمتو دي. تر اوسه دوی په افغانستان، سيمې او نړيوالې ټولنې د سولې لپاره ستر خدمتونه کړي دي.

د نړيوالې ټولنې په اند په افغانستان کې د سولې بهير کليدي ټکی د دې هېواد په دننه کې مستقيمې او خپلمنځي خبرې اترې دي، خو طالبان اوسني افغان حکومت د امريکا ګوډاګی رژيم بولي.نو نه غواړي چې له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي چې له امله يې د افغانستان په دننه کې د سولې خبرې اترې نه شي تر سره کيدای. عارف دوستيار له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره وسلې پر ځمکه کيږدي او له اوسني حکومت سره مستقيمې خبرې اترې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای