CRI Online

د شاهين VIII په نامه د چين او پاکستان د هوايي پوځونو ګډ تمرين پای ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2019-09-09 15:38:44

د شاهين VIII په نامه د چين او پاکستان د هوايي پوځونو ګډ تمرين چې نيمه مياشت يې دوام درلود، په دې وروستيو ورځو کې د چين په شمال لويديځ کې پای ته ورسيد. د دواړو خواوو لخوا د جنګي الوتکو، د مخکې خبرداري الوتکو په شمول د بېلا بېلو ډولونو څه دپاسه پنځوس الوتکې، له ځمکو څخه هوا ته د توغندي او د رادار په ګډون پوځي تاُسيساتو څخه په دې تمرين کې استفاده شوې ده. د دواړو هېوادونو پيلوټانو د تمرين په ترڅ کې د بېلا بېلو ډولونو په جنګي الوتکو کې ګډې الوتنې وکړې او يو له بل سره يې د تخنيکونو او مهارتونو تبادله کړې ده.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای