د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې په اړه مطبوعاتي مرکز خبر ورکړ چې د سپتمبر د اوومې نېټې د شپې له يوولسمو بجو څخه د اتمې نېټې تر سهار پورې، د بېجينګ په تيان ان من ښار کې د نمانځنې لومړی ګډ تمرين ترسره شو چې کابو نوي زرو تنو په دې تمرين او يا د خونديتوب په اړوندو کارونو کې ګډون کړی و.
د مالوماتو له مخې، په دغه تمرين کې د نمانځنې مراسمو، رسم ګذشت، نندارو او بېړنيو ترتيباتو په شمول د شپږو برخو محتويات شامل و. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |