د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۹مه نېټه د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۱مې کاليزې په مناسبت د دې هېواد د کارګرو ګوند مشر او د ملي کمېسيون مشر کيم جونګ اون ته د مبارکۍ پيغام وليږه.
رئيس شي په ياد پيغام کې ويلي چې د ديموکراتيکې کوريا د جوړېدو له ۷۱ کلونو راهيسې، د دې هېواد ملکيانو د کارګرو ګوند تر لارښوونې لاندې د سوسيالستي انقلاب او جوړونې کارونه په عادي توګه پرمخبيولي دي. باور لرم چې د کيم جونګ اون په مشرۍ د کارګرو ګوند تر لارښوونې لاندې به د ديموکراتيکې کوريا سوسيالستي کارونه نوې لاسته راوړنې تر لاسه کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |