د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا خارجه وزير مايک پومپيو د سپتمبر په اتمه نېټه وويل چې اوس د امريکا او د افغان طالبانو تر منځ مذاکرات وځنديدل، خو هېله يې څرګنده کړه چې دغه مذاکرات به په راتلونکې کې بيا پيل شي.
مايک پومپيو په همدې ورځ وويل چې امريکا د افغانستان د روغې جوړې په چارو کې خپل ځانګړی استازی زلمی خليل زاد بير ته واشنګټن ته وربللی، څو د راتلونکي ګام په اړه فعاليتونه ترتيب شي.
خبريال له پومپيو څخه پوښتنه وکړه چې دغه مذاکرات به د نا محدودې مودې لپاره وځنديږي؟ هغه هېله څرګنده کړه چې په راتلونکې کې به دغه مذاکرات بيا پيل شي، خو دا د طالبانو په تصميم پورې اړه لري او طالبان بايد د امريکا لخوا وړاندې شوي شرطونه ومني.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر د ۷مې نيټې په ماښام وويل له دې امله چې طالبانو په کابل کې بريد تر سره کړ چې د يو امريکايي سرتيري په شمول دوولس تنه پکې ووژل شول، نو هغه د طالبانو د مشرانو او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره هغې پټې کتنې لغوه کړې چې د اصلي پلان له مخې ټاکل شوي وه د روانې مياشتې په اتمه نېټه به تر سره شي، او د امريکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو د ځندېدلو امر يې وکړ .
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |