د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د سپتمبر په ۹ مه نېټه د چين په پلازمينه بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين تل داسې نظر لري چې د ايران د ذروي پروګرام د اوسني وضعيت لامل د امريکا افراطي فشارونه دي.
د ايران د اټومي انرژۍ اېجنسۍ وياند څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې ايران د جامع اټومي تړون د پلي کېدو د درېيم پړاو په اړه تدبيرونه کم کړي او په عين وخت کې يې دې ته اشاره وکړه چې اورپا دې د هراړخيزې اټومي موافقې په اړه خپله دنده تر سره کړي. کله چې د هراړخيزې موافقې د نجات لپاره ديپلوماتيک منځګړيتوب پرمختګ وکړي نو ايران به سمدلاسه ياد تړون پلی کړي. هوا چون يينګ په دې اړه وويل چې امريکا دې له خپلې ناسمې تګلارې څخه لاس واخلي چې پر ايران يې يواړخيز بنديزونه لګولي او د افراطي فشارونه اچوي. په عين وخت کې دې د ايران د ذروي مسئلې اړوندې خواوې په بشپړه او موثره توګه د هراړخيز تړون د پلي کولو لپاره هڅه وکړي. هيله ده چې اړوندې خواوې به په يوه لوري ګامونه پورته کړي او د ايران د ذروي مسئلې د روانو حالاتو د ارامتيا لپاره به کوښښونه وکړي. چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره به ګډه په دې اړه خپل کوښښونه وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |