د سپتمبر لسمه نېټه په چين کې د ښوونکيو له ۳۵مې ورځې سره برابره ده. د چين د ښوونې وزارت د تازه شمېرنې له مخې د دغې ورځې له ټاکل کېدو راهيسې د چيني ښوونکو شمېر په سلو کې اتيا زيات شوی په تېره بيا د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راپدېخوا د چيني ښوونکو شمېر تر زياتې انداې پورې ډېر شوی او معاشونه يې هم په څرګنده توګه زيات شوي دي. د چين د ماليې وزارت د ساينس، ښوونې او کلتور څانګې مرستيال لو جيان پينګ وويل چې په دې وروستيو کلونو کې د چين د ماليي وزارت د ښوونيزې پانګونې په برخه کې ښوونکو ته لازياته پاملرنه کړې چې له امله يې په ښوونيزو لګښتونو کې د دوی د معاشونو برخه په مسلسلو څو کلونو کې له پنځوس سلنې څخه اوښتې ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |