CRI Online

د څو هېوادونو حکومتي او سوداګريزو استازود چاپيريال په برخه کې د سيالۍ توان او همکاريزو فرصتونو په هکله د نظريو تبادلې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-09-10 10:42:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د څو هېوادونو او سيمو د حکومتونو، تصديو او نړيوالو سازمانونو استازو د سپتمبر په نهمه نېټه د داخلي مغولستان په هو لون بي عر ښار کې د چاپيريال په برخه کې د سيالۍ توان او همکاريزو فرصتونو په هکله د نظريو تبادلې وکړې.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د رئيس مرستيال هه وي په دې ښار کې د ۲۰۱۹ کال لپاره د چين د ايکولوژيکي سيالۍ توان په نړيواله سرمشريزه غونډه کې وويل چې چين په نړۍ کې د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ په برخه کې مهم ګډون کوونکی، خدمت کوونکی او لارښوونکی ګرځېدلی دی.په دې غونډه کې به د نړيوال دواملرونکي پرمختګ لپاره د چين پوهې،لايحې او ځواکونه وښودل شي.

په چين کې د م م د پرمختيايي پروګرام د استازي مرستيال داواناډ رمياه وويل چې چين د شين پرمختګ په لوري روان دی او په نړۍ کې به د چاپيريال د ساتنې او له اقليمي بدلونونو سره د مقابلې په برخه کې لارښوونکی رول ولوبوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای