CRI Online

د م م د بشري حقونو لوړ پوړي کميشنره په هانکانګ کې د زور زياتي پېښو پر زياتېدو انديښمنه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-09-10 10:49:17

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې د م م د بشري حقونو لوړ پوړې کميشنرې ميچيلي باچليټ د سپتمبر په نهمه نېټه په ژنيو کې د بشري حقونو شورا په ۴۲مه غونډه کې وويل چې په هانکانګ کې د زور زياتي پېښو پر زياتوالي انديښمنه ده او له لاريون کوونکو څخه يې غوښتنه وکړه چې له قانون سره سم لاريونونه وکړي.

هغې زياته کړه چې که څه هم په دې سيمه کې ډېر لاريونونه له قانون سره سم په سوله ييزه توګه روان دي، خو په دغو لاريونونو کې يې د زور زياتي پېښو پر زياتوالي انديښنه څرګنده کړه او له لاريون کوونکو څخه يې غوښتنه وکړه چې له قانون سره سم په سوله ييزه توګه لاريونونه وکړي. دغه راز هغې له هانکانګيانو سره د ډيالوګ لپاره د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د اجرائيوي مشرې د تشويق ترڅنګ له ځايي حکومت سره د سوله ييزو خبرو اترو د تر سره کولو لپاره د هانکانګ خلک هم وهڅول.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای