د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،د دولت رئيس، د مرکزي پوځي کميټې رئيس او د اصلاحاتو د هر اړخيزې ژورتيا په هکله د مرکزي کميټې مشر شي جين پينګ د سپتمبر د نهمې نيټې په ماښام د اصلاحاتو د هر اړخيزې ژورتيا په اړه د مرکزي کميټې د لسمې غونډې مشري او وينايې وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د چين دکمونېست ګوند د مرکزي کميټې له درېيمې عمومي غونډې راهيسې د اصلاحاتو د بېلا بېلو دندو د پلي کېدو په لومړي پړاو کې کاري مهم ټکی د دغو دندو د بنسټ ايښودل دی او په منځني پړاو کې يې کاري مهم ټکی د دغو دندو د تر سره کېدنې پرمخبيول دي او اوس موږ بايد د نظامي او سيستماتيکو خنډونو د لېرې کولو او د تګلارو د نوښت په برخه کې د تر لاسه شويو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره هڅې وکړو تر څو بېلا بېل نظامونه لا پاخه شي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د اصلاحاتو د هر اړخيزې ژورتيا په اړه د مرکزي کميټې مرستيال لي که چيانګ، وانګ هو نينګ او هان جنګ په دې غونډه کې هم ګډون وکړ.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |